د اسرائیلو الوتکې د عربستان له فضا تیریږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94552-د_اسرائیلو_الوتکې_د_عربستان_له_فضا_تیریږي
د ايي څلرویشت نیوز په نوم ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان رژيم د امریکا د حکومت له دباو وروسته متحده عربي اماراتو ته د تلونکو الوتکو په لاره کښې له خپل هوايي حریم څخه د صهیونیسټ رژیم د تجارتي الوتکو د تیریدا اجازه ورکړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2020 10:28 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو الوتکې د عربستان له فضا تیریږي

د ايي څلرویشت نیوز په نوم ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان رژيم د امریکا د حکومت له دباو وروسته متحده عربي اماراتو ته د تلونکو الوتکو په لاره کښې له خپل هوايي حریم څخه د صهیونیسټ رژیم د تجارتي الوتکو د تیریدا اجازه ورکړي ده .

څرنګه چې د صهیونیسټ رژیم الوتکو د سعودي عربستان د فضا د پاسه د نیغ  په نیغه الوتونو لپاره دائمي اجازه نلرله د صهیونیسټ رژيم مشرانو په تیرې دوشنبې ورځ د دغه اجازې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د حکومت د مرستې او مداخلې غوښتنه وکړه .

د صهیونیسټ رژيم له دغه غوښتنې وروسته د امریکا د ولسمشر لوړرتبه سلاکار جیراډ کوشنر او د ولسمشر مرستیال اوی برکووینز د سعودي عربستان له چارواکو سره په خبرو کښې د عربستان له حریم څخه د صهیونیسټ رژيم د تجارتي الوتکو د تیریدا اجازه ترلاسه کړه .