سعودي عربستان په یمن کښې لاسپوڅی حکومت غواړي
الجزیره ټیلي ويژن راپور ورکړ خبرو سرچینو په یمن کښې د سعودي عربستان د لاسپوڅي حکومت د اعلانولو لپاره په استعفا شوي ولسمشر منصور هادي باندې د ریاض د دباو خبر ورکړ .
خبرو سرچینو وویل د سعودي عربستان د دفاع وزیر مرستیال خالد بن سلمان ال سعود په ریاض ښار کښې د یمن له تښتیدلي او استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي سره په تیرې اونۍ کتنې کښې په هغه غږ وکړ چې په یمن کښې د ریاض د موافقې د امنیتي او د پوځي برخې په جزيي او ظاهرې اجرا کولو سره نوی حکومت جوړ کړي .
دا په داسې حال کښې دي چې د یمن ولسمشر منصور هادي مخکی ویلي وو د نوي حکومت دجوړیدا بیانیه به لاسلیک نکړي مګر دا چې د جنوب انتقالي شورا چې متحده عربي امارات یې ملاتړ کوي د ریاض د موافقې د پوځي برخې د اجرا په هکله خپله ژمنه ومني .
بل خبر دا چې خبرو سرچینو د یمن المهره ولایت ته چې د سعودي عربستان د ائتلاف په نیواک کښې په یمن کښې د امریکا د سفیر د ناڅاپه او د مشکوک سفر خبر ورکړ .
په یمن کښې د امریکا سفیر کریسټوفر هنزل المهره ولایت ته په سفر کښې د تیریګر ائتلاف لخوا له ټاکل شوي والي محمد علي یاسر سره کتنه او خبرې وکړې .