د عربستان او د اماراتو د ګوډاګیانو اختلاف زیات شوی
فارس خبري اژانس وايي د یمن د استفعا شوي ولسمشر پخواني سلاکار مختار الرحبیم وویل د دغه حکومت ځواکونه به زر له جنوب څخه متحده عربي امارات او د هغوې ګوډاګیان وشړي .
هغه وویل د یمن د استعفا شوي ولسمشر منصور هادي د حکومت ځواکونه به زر عدن ښار له متحده عربي اماراتو او د هغوې له ګوډاګیانو بیرته واخلي .
د یمن د استعفا شوي ولسمشر منصور هادي پخواني سلاکار مختار الرحبیم زیاته کړه سیمه ییزه بدمعاشۍ ختمیدا ته نږدې شوي ده او متحده عربي امارات به زر له یمن څخه عسکر وباسي او زیاته یې کړه د اماراتو لاسپوڅي پوځیان نه کوم ارزښت لري او نه کوم اهمیت .
سعودي عربستان او متحده عربي امارات د یمن د خلکو پرضد جنګ کښې دوه (۲) اصلي لوبغاړي دي خو د دوې ترمینځ اختلاف تر دې حده دی چې عربستان د استعفا شوي ولسمشر منصوري هادي د حکومت ملاتړ کوي او متحده عربي امارات هم د یمن د جنوب انتقالي شورا جوړه کړي ده او دغه شورا په عدن کښې بروالی لري .
بل خبر دا چې د یمن په ختیځ کښې د المهره ولایت د ځوانانو د چارو استازي« بدر کلشات» د دغه هیواد په یوه(۱) هوايي ډګر کښې د امریکا او د انګلستان د عسکرو د دیره کیدا خبر ورکړ .
هغه وویل د یمن په الغیضه هوايي ډګر کښې د امریکا او د انګلستان عسکر شتون لري او په یمن کښې د امریکا سفیر کریسټوفر هنزل هم په دغه هوايي ډګر کښې د بریتانیا او د امریکا د عسکرو مرکز کتلی دی