امریکا په سورئې کې دترهه ګرو ملاتړ کوي
چاووش اوغلو په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکا په سورئې کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو ملاتړ کړی دی ، په تیره بیا د قره باغ دجنګ په باب ئې وئيلي دي ، امریکا اوفرانسې په قره باغ موضوع کې د ا رمنستان په ملاتړ سره د دنښتو او جګړو د زیاتیدا لامل شوي دي .
د ترکیې ینی شفق انټرنیټي سایټ راپور ورکړی ، د تریې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو د ناټو موسیسې دغړو هیوادونود خارجه وزیرانو په وروستۍ ناستې کې دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو څرګندونو ته چې له روسیې ئې د هوا فضا دفاعي توغندوي سسټم اختسل کرملین ته یوه ډالۍ بللې او دترکیې حکومت ئې تورن کړی ؤ چې په مدیترانې سیمې کې پخپلو اقداماتو سره د ناټو دمتحدانو ترمینځ د تاؤتریخوالي د زیاتولو لامل شوي ، سخت غبرګون ښودلی دی .
د ترکیې خارجه وزیرخپل امریکائي همڅنګ ته په خطاب کې وئيلی دي ،امریکا له اروپائي حکومتونو سره په تماسونو کې هڅه کړې ،د ا نقرې په ضد یوه جبهه جوړه کړي ، په ړندو سیمه ایزو شخړو کې ئې د یونان پلویتوب کړی او همداراز ئې په ترکیې د پيټریاټو توغندوي ضددفاعي سسټم له خرڅولو ډډه کړې ده .
چاووش اوغلو په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکا په سورئې کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو ملاتړ کړی دی ، په تیره بیا د قره باغ دجنګ په باب ئې وئيلي دي ، امریکا اوفرانسې په قره باغ موضوع کې د ا رمنستان په ملاتړ سره د دنښتو او جګړو د زیاتیدا لامل شوي دي .
د ناټوموسیسې د غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو ویبینار کنفرانس د دسمبر په لومړي او دوهمې نیټې ترسره شوی دی .