په یمن کې قخطي د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94620-په_یمن_کې_قخطي_د_میلیونونو_کسانو_ژوند_ګواښي
د خواړو دنړیوالې ادارې مشر ډيویډ بیزلي هم ټينګار کړی ،تر خطرناک حده رسیدلي احصائې باید دنړۍ خلک ویښ کړي . نړیواله ټولنه باید د یمن د میلیونونو کورنیو بد وضعیّت چې اړتیاوړ لومړنیو شیانو ته اړتیا لري پخپل حال پرې نه ږدي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2020 12:49 Asia/Kabul
  •   په یمن کې قخطي د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي

د خواړو دنړیوالې ادارې مشر ډيویډ بیزلي هم ټينګار کړی ،تر خطرناک حده رسیدلي احصائې باید دنړۍ خلک ویښ کړي . نړیواله ټولنه باید د یمن د میلیونونو کورنیو بد وضعیّت چې اړتیاوړ لومړنیو شیانو ته اړتیا لري پخپل حال پرې نه ږدي .

سپوټنیک خبری آژانس د خواړود نړیوال پروګرام  له قوله  چې دملګروملتو تر نظر لاندې فعالیت کوي ، خبرداری ورکړی ، په یمن کې په میلیونونو خلک د سختې قخطۍ په درشل کې دي .

 ددغې  موسیسې په اعلامیې کې  ټينګار شوی ، چې د ۲۰۲۱کال په لومړنۍ نیمائي کې  دهغو کسانو شمیر  چې په یمن کې د  خواړو امنیت نه لري ،  له درو میلیون شپږ لکه  کسانو څخه  پنځو میلیونو تنو ته زیاتیږي . 

  په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ، د هغو یمن والوشمیر به چې  دخواړو له   بوږنونکي قخطۍ سره لاس او ګریوان  دي ، درې برابره زیات شي .

 دخواړو نړیوالې ادارې  پخپلې اعلامیې کې زیاته کړې ده ، دم ګړۍ یمن  د دوو کلونو مخکینۍ قخطۍ ته له ورته شرائطو  سره  مخامخ  دی .