امریکا په یمن کښې مشکوک خوځښتونه پیل کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94658-امریکا_په_یمن_کښې_مشکوک_خوځښتونه_پیل_کړي_دي
زمونږ خبریال وايي خبرو سرچینو د یمن په المهره ولایت باندې د سلطې د پلان د اجرا لپاره په دغه ولایت کښې د امریکا د مشکوکو خوځښتونو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2020 10:06 Asia/Kabul
  • امریکا په یمن کښې مشکوک خوځښتونه پیل کړي دي

زمونږ خبریال وايي خبرو سرچینو د یمن په المهره ولایت باندې د سلطې د پلان د اجرا لپاره په دغه ولایت کښې د امریکا د مشکوکو خوځښتونو خبر ورکړ .

د یمن خبرو سرچینو وویل د امریکا او د انګلستان یوشمیر نور پوځیان المهره ولایت ته رسیدلي دي چې ځینې  یې په « الغیضه »هوايي ډګر کښې دیره شوي دي .

د یمن خبرو سرچینو زیاته کړه امریکا په المهره ولایت کښې د سعودي عربستان د اقداماتو په ملاتړ کولو او په دغه سیمه کښې د خپلو عسکرو په دیره کولو سره اوس د نړۍ عمومي افکارو ته د المهره ولایت د نیواک لپاره د پلمې او د توجیه د لټولو هڅه کوي .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» المهره ولایت ته په یمن کښې د امریکا د سفیر کریسټوفر هنزل سفر وغاند او د دسفر دلیل یې د یمن په دغه سیمه کښې د امریکا د عسکرو لپاره د شرایطو برابرول وباله .

د یمن په المهره ولایت کښې په مهمو اقتصادي تاسیساتو او اډو کښې د سعودي عربستان د ځواکونو دیره کیدل او په دغه سیمه کښې د ریاض سلطه غواړي پروژې او پلانونه د المهره ولایت د قبائیلو د سخت اعتراض سب  شوي او د سعودي عربستان د ګوډاګیانو لخوا د دغه سیمې د وسیدونکو د ځپلو او د جنګ سبب شوي دي .