سیمه ایز مقاومت ورځ تربلې لاپیاوړی کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94710-سیمه_ایز_مقاومت_ورځ_تربلې_لاپیاوړی_کیږي
صهیونیسټانو په ۲۰۰۶کال کې په درې دیرش ورځني جنګ کې له ماتې وروسته داړیکو د عادي کولو بهیر ته مخه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2020 02:58 Asia/Kabul
  • سیمه ایز مقاومت ورځ تربلې لاپیاوړی کیږي

صهیونیسټانو په ۲۰۰۶کال کې په درې دیرش ورځني جنګ کې له ماتې وروسته داړیکو د عادي کولو بهیر ته مخه کړې ده .

 فلسطین الیوم  خپرونې راپور ورکړی ،  د مقاومت د عالمانو دنړیوالې ټولنې  مشر ماهر حمود پرون د مقاومت د عالمانو په شپږم نړیوال کنفرانس کې چې د فلسطین د لومړنۍ انتفاضې له د رې دیرشمې کلیزې سره په یو وخت ترسره شوی ، پخپلې وینا کې  وئیلي دي ، ددغې انتفاضې   دکلونو کلونو په تیریدا سره   کاڼو ویشتلو ثابته کړې ده ، چې  قدرت ئې له میرمیو څومره زیات دی ، هغه غزه چې پرون ئې یوازینۍ وسله  کاڼی ؤ ، نن  توغندي په اختیار کې لري.

 حمود   له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو  هر ډول عادي کول  محکوم کړي او زیاته ئې کړې ده ،  صهیونیسټانو  په ۲۰۰۶کال کې  په درې دیرش ورځني جنګ کې  له ماتې وروسته  داړیکو د عادي کولو  بهیر ته مخه کړې ده .

 د مقاومت د عالمانو شپږم نړیوال   دوه ورځنی کنفرانس پرون  په غزې کې  د اړیکو له عادی کونکو دسیسو سره د امت انتفاضې په عنوان سره  پرون  پیل شوی  او نن به هم دوام  ولر ي.