د یمن خلک د تیریګرو په وړاندې مقاومت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94731-د_یمن_خلک_د_تیریګرو_په_وړاندې_مقاومت_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثي د تیریګرو په وړاندې په مقاومت ټینګار سره وویل د یمن خلکو د سعودي عربستان د پوځي تیري له پیلیدا راهسې تراوسه په خدای پاک باندې توکل سره د جنګونو په جبهو او ډګرونو کښې د دښمن په وړاندې مقاومت کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2020 02:00 Asia/Kabul
  • د یمن خلک د تیریګرو په وړاندې مقاومت کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثي د تیریګرو په وړاندې په مقاومت ټینګار سره وویل د یمن خلکو د سعودي عربستان د پوځي تیري له پیلیدا راهسې تراوسه په خدای پاک باندې توکل سره د جنګونو په جبهو او ډګرونو کښې د دښمن په وړاندې مقاومت کړی دی .

هغه پرون وویل د یمن خلک په ټولو سیاسي، ټولنیزو ، اقتصادي او امنیتي زمینو کښې له دښمن سره د  جنګ په حال کښې دي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو،  انګلستان ، اردن او د اسرائیلو وغیره په مالي ملاتړ او اجازې سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن حملو او د ځمکې ، هوا او سمندر له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو په بریدونو او بمباریو کښې تراوسه څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .