د یمن خلک د تیریګرو په وړاندې مقاومت کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثي د تیریګرو په وړاندې په مقاومت ټینګار سره وویل د یمن خلکو د سعودي عربستان د پوځي تیري له پیلیدا راهسې تراوسه په خدای پاک باندې توکل سره د جنګونو په جبهو او ډګرونو کښې د دښمن په وړاندې مقاومت کړی دی .
هغه پرون وویل د یمن خلک په ټولو سیاسي، ټولنیزو ، اقتصادي او امنیتي زمینو کښې له دښمن سره د جنګ په حال کښې دي .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو، انګلستان ، اردن او د اسرائیلو وغیره په مالي ملاتړ او اجازې سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن حملو او د ځمکې ، هوا او سمندر له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو په بریدونو او بمباریو کښې تراوسه څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .