فلسطینیانو له صهیونیسټي رژیم سره د مراکش موافقه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94743-فلسطینیانو_له_صهیونیسټي_رژیم_سره_د_مراکش_موافقه_وغندله
فلسطیني ډلو بیګا له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د سمولو په لړ کښې د مراکش د حکومت اقدام په کلکه غندلې دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2020 04:20 Asia/Kabul
  • فلسطینیانو له صهیونیسټي رژیم سره د مراکش موافقه وغندله

فلسطیني ډلو بیګا له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د سمولو په لړ کښې د مراکش د حکومت اقدام په کلکه غندلې دی

فلسطیني ډلو بیګا له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د سمولو په لړ کښې د مراکش د حکومت اقدام په کلکه غندلې دی

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د مراکش د حکومت د دغه کار په غندلو سره وویل: صهیونیسټي رژيم له هیوادونو سره د اړیکو له ښه کولو څخه، د فلسطیني ولس خلاف د خپلو غلیمانه سیاستونو د زیاتولو لپاره ګټه پورته کوي.

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ هم په یوه خبرپاڼه کښې له صهیونیسټي رژيم سره د مراکش د حکومت جوړجاړې له قدس شریف او فلسطین سره خیانت وباله.

د فلسطین کورواکه تشکیلاتو هم له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د ښه کولو په لړ کښې د مراکش د حکومت اقدام په کلکه وغنده.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون د مراکش او صهیونیسټي رژيم ترمینځ د ایکو له عادي کیدو خبر ورکړی و.