صهیونیستي کارپوه: اسرائیل د ړنګېدو په درشل کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94799-صهیونیستي_کارپوه_اسرائیل_د_ړنګېدو_په_درشل_کې_دی
یو اسرائیلی کارپوه ټینګار وکړ چي په صهیونیستي رژیم کې دننه حالات خراپ دی او دغه رژیم د ړنګېدو په حال کې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2020 04:03 Asia/Kabul
  • صهیونیستي کارپوه: اسرائیل د ړنګېدو په درشل کې دی

یو اسرائیلی کارپوه ټینګار وکړ چي په صهیونیستي رژیم کې دننه حالات خراپ دی او دغه رژیم د ړنګېدو په حال کې دی.

د عربی ۲۱ په حواله، د صهیونیستي رژیم هاارتص ورځپاڼې د یو صهیونیستی کارپوه اموس هارل له قوله د ناهیلی په څرګنډولو سره راپور ورکړی چي په اسرائیلو کې د حالاتو خراپېدا او سیاسي بحران د دې رژیم د سرغنه بنیامین نتانیاهو د امله رامینځ ته شوي ځکه چي نتانیاهو د فساد د دوسیو سره سره د اسرائیلو بودیجې له تصویب څخه سرغړوی کوي او د دریو پرله پسیو ټاکنو وروسته بیا هم د کابینې په جوړولو کې پاته راغلې.

هارل ویلي: یادي ستونزې د دې رژیم د کابینې د منحل کېدو او په نیواکې سیمو کې د څلورم ځل لپاره د ټاکنو د تر سره کېدو سبب ګرځي او د اسرائیلو بودیجه هم تر ۲۰۲۱ پوري به بې برخلیکه پاتي شي.

دغه صهیونیستي کاروپوه زیاتوي چي د اسرائیلو فوځي پلانونه به له دغو بحرانونو څخه اغېرمن شي ځکه چي اوس د کومي ادارې پرته د نتانیاهو او د هغه د ملګرو په ولکه کې حصار شوې، د سیاسي ګونډونو وزیران ګوښه شوي او امنیتي او سیاسي کابینه د اسرائیل د چارو په اداره کې هیڅ رول نه لري.