د ايران او سوريې په ملګرتيا سره فلسطين آزادېدې شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94830-د_ايران_او_سوريې_په_ملګرتيا_سره_فلسطين_آزادېدې_شي
د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس لوړ رتبه چارواکي وويل، د ايران د اسلامي جمهوريت او سوريې ملګرتيا او ورباندې تکيه به د فلسطين د نيواکي زمکې د ازادېدو سبب شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2020 09:02 Asia/Kabul
  • د ايران او سوريې په ملګرتيا سره فلسطين آزادېدې شي

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس لوړ رتبه چارواکي وويل، د ايران د اسلامي جمهوريت او سوريې ملګرتيا او ورباندې تکيه به د فلسطين د نيواکي زمکې د ازادېدو سبب شي.

د فلسطين اليوم د رپوټ له مخې محمود الزهار وويل، له اسرائيلو سره د عربو هېوادونو سازباز په عربي او اسلامي نړۍ کښې د زوال تر ټولو بد حالت دے خو دا مسئله به د فلسطين په مقاومت څه تاثير ونه کړي.

الزهار د دې په بيانولو سره چې حماس د صهيونېسټ رژيم له هر ډول تيري سره د مقابلې لپاره د توغنديو او جنګي  وسلو د ودې او پراختيا په حال کښې دے تاکيد وکړ، د فلسطين آزادي له مقاومت نه بغېر نه شي ترلاسه کېدې.

د حماس غورځنګ د تېر ايتوار په ورځ د دغه غورځنګ د تاسيس د درې دېرشمې کليزې په مناسبت په يوه بيانيه کښې وويل، حماس د ټول فلسطين تر ازادۍ پورې په خپله ژمنه باقي دے.