د امریکا عسکر باید د عراق له خاورې ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94935-د_امریکا_عسکر_باید_د_عراق_له_خاورې_ووځي
زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان یوې(۱) استازي ټینګار وکړ د امریکا د نیواکګرو پوځیانو ایستل د بریالیتوب د قومندانانو په ټرور کښې د واشنګټن جنایت ته ترټولو ښه ځواب دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2020 01:47 Asia/Kabul
  • د امریکا عسکر باید د عراق له خاورې ووځي

زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان یوې(۱) استازي ټینګار وکړ د امریکا د نیواکګرو پوځیانو ایستل د بریالیتوب د قومندانانو په ټرور کښې د واشنګټن جنایت ته ترټولو ښه ځواب دی .

د عراق په پارلمان کښې د قانون د ائتلاف  استازي میرمن «عالیه نصیف» وویل د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي ځواک د نائب رئیس شهید ابومهدي المهندس ټرور ته غبرګون له عراق څخه د امریکا د نیواکګرو عسکرو په ایستلو کښې ورایښت مومي .

هغې وویل د عراق له خاورې څخه دنیواکګرو پوځیانو ایستل یوه(۱) شرعي او اخلاقي دنده ده .

په تیرو ورځو کښې د عراق د پارلمان ځینو استازیو ویلي دي له هیواد څخه د امریکا د عسکرو ایستل هیر نه دي شوي او ټول په پارلمان کښې دغه موضوع تعقیبوي .