د عراق پارلمان د امریکا د عسکرو ایستل غواړي
زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان استازیو یوځل بیا د امریکا د پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ .
د عراق په پارلمان کښې صادقون فراکسیون ته اړونده استازي «فاضل جابر» وویل د امریکا د پوځیانو دوسیه په پارلمان کښې نه ده تړل شوي او په راتلونکو ورځو کښې به دغه دوسیه له سره خلاصه شي .
د عراق په پارلمان کښې د فتح ائتلاف استازي مختار الموسوي هم د بغداد د حکومت لخوا د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو په هکله د پارلمان د مصوبې په نا اجرا کولو نیوکه وکړه او ویې ویل د عراق ملت په خپل هیواد کښې د امریکا د عسکرو له شتون سره مخالف دی .
د عراق د پارلمان یوه(۱) بل استازي «حسین الیساري» هم وویل سیاسي ډلې د بریالیتوب د قومندانانو او د شهیدانو په وړاندې مسولې دي او هغوې باید د خارجي عسکرو په تیره بیا د عراق د واکمنۍ د خلاف ورزۍ کونکو امریکایې پوځیانو د ایستلو په لړ کښې حرکت وکړي .
د عراق خلکو او سیاسي ګوندونو په ځلونو د امریکا د ترهګرو پوځیانو د ایستلو غوښتنه کړي ده .
د عراق پارلمان د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په پینځمه (۵) نیټه له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو پلان تصویب کړی و.
په عراق او سوریې کښې د امریکا دیره عسکر له ترهګرو ډلو سره پوځي ، مالي ،استخباراتي او لاجیسټکي مرستې کوي .