د بشري حقوقو په هکله د امریکا ادعا دروغ ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95020-د_بشري_حقوقو_په_هکله_د_امریکا_ادعا_دروغ_ده
زمونږ خبریال راپور ورکړی د عراق د الحشد الشعبي ځواک یوه(۱) قومندان «وعد القدو» وویل د عراق د ښاریزو په وژلو کښې د لاس لرونکو کسانو د بښنې د حکم په صادرولو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ اقدام د بشري حقوقو او د انساني کرامت په هکله د واشنګټن د ادعاګانو د دروغ د ثابیتیدا دلیل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2020 01:45 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو په هکله د امریکا ادعا دروغ ده

زمونږ خبریال راپور ورکړی د عراق د الحشد الشعبي ځواک یوه(۱) قومندان «وعد القدو» وویل د عراق د ښاریزو په وژلو کښې د لاس لرونکو کسانو د بښنې د حکم په صادرولو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ اقدام د بشري حقوقو او د انساني کرامت په هکله د واشنګټن د ادعاګانو د دروغ د ثابیتیدا دلیل دی .

هغه وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ د عراق د ښاریزو د قاتلانو په بښلو سره ثابته کړه چې دې د ترهګرۍ ملاتړی دی او د انسان ژوند او کرامت هغه ته هیڅ ارزښت نلري .

د عراق د الحشد الشعبي ځواک قومندان وعد القدو  د عراق له خارجه وزارت او  پارلمان څخه وغوښتل د امریکا د ولسمشر ټرمپ په دغه اقدام باندې د اعتراض لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي  او  ټینګار یې وکړ د عراق ملت او حکومت باید هر هغه څه چې په وس کښې یې دي د واشنګټن د دغو له سپکاوي ډکو اقداماتو ته د ځواب د ورکولو لپاره یې وکاروي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې چهارشنبې ورځ د بلیک واټر د بدنام امنیتي شرکت د څلورو (۴) غړیو چې په دوه زره اوم (۲۰۰۷) میلادي کال کښې د عراق د څوارلسو (۱۴)کسانو د وژلو په دلیل د بغداد په زندان کښې په اوږدې مودې بند محکوم شوي وو د بښلو حکم صادر کړ .

د امریکا بلیک واټر بدنام امنیتي شرکت د عراق او دغه راز د افغانستان د خلکو پرضد ستر جنایتونه کړي دي او ډیر بې ګناه خلک یې وژلي دي .