له ايران سره د سوريې تعلقات ژور او مضبوط دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95372-له_ايران_سره_د_سوريې_تعلقات_ژور_او_مضبوط_دي
د سوريې د پارلېمان مشر په دمشق کښې د ايران له سفير سره په خبرو اترو کښې وويل چې له ايران سره د دغه هېواد تعلقات ژور او پائېدار دي.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jan 15, 2021 05:23 Asia/Kabul
  •  له ايران سره د سوريې تعلقات ژور او مضبوط دي

د سوريې د پارلېمان مشر په دمشق کښې د ايران له سفير سره په خبرو اترو کښې وويل چې له ايران سره د دغه هېواد تعلقات ژور او پائېدار دي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د سوريې د پارلېمان مشر حموده صباغ او په دغه هېواد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير جواد ترک آبادي پرون کتنه او خبرې اترې سره وکړې.

په دغه کتنه کښې د سوريې د پارلېمان مشر همدارنګ په ټولو برخو کښې له سوريې څخه د ايران ملاتړونه وستائل.

صباغ همدارنګ له فلسطيني ملت سره د پيوستون او ملاتړ آنلائن کانفرنس کښې چې د ايران د اسلامي شورا د جرګې لخوا جوړيږي د ګډون لپاره هغه ته له بلنې څخه قدرونه وکړه او وې ويل سوريه به خپلو ټولو روا حقوقو ته د فلسطينيان تررسېدو پورې له هغوي څخه دفاع وکړي.

جواد ترک آبادي هم له سوريې او د هغې له حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا څخه په ملاتړ کښې د ايران ثابت دريځ باندې په تاکيد سره وويل، ايران او سوريه د فلسطين د مسئلې په وړاندې  ثابته او روښانه دريځ لري.

په دغه کتنه کښې د سوريې يو شمېر پارلېماني چارواکي هم موجود وو.