ّپه عراق کې اولس داعشی کمانډران هلاک شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95852-ّپه_عراق_کې_اولس_داعشی_کمانډران_هلاک_شوي
په عراق کې د داعشي جنایتکارې ډلې له ماتې سره سره تر دې دمه ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې داعشي جنایتکار شتون لري اوپه تیت پرک ډول ترهه ګر اقدامات کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2021 11:27 Asia/Kabul
  • ّپه عراق کې اولس داعشی کمانډران هلاک شوي

په عراق کې د داعشي جنایتکارې ډلې له ماتې سره سره تر دې دمه ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې داعشي جنایتکار شتون لري اوپه تیت پرک ډول ترهه ګر اقدامات کوي .

 بغداد الیوم خپرونې  راپور ورکړی، دعراق د پوځ د لوئې درستیز والۍ ویندوي یحیی رسول وئيلي دي ، دعراق امنیتي ځواک  له تیرو پنځو میاشتو راهسې دعراق په بیلابیلوولایتونو کې د تکفیری داعشي ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې د اولسو مهمو داعشي جنایتکارو کمانډرانو پشمول په لسګونو جنایتکار ترهه ګر هلاک او ټپیان کړي دي .

 د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي  پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  وئيلي دي ، دعراق پوځ د داعشي ترهه ګرې ډلې یو سرغنه ابویاسرالعیساوي  هم په یولړ عملیاتو کې هلاک کړی دی .

داعشی جنایتکارو تیره اونۍ په پنجشنبې ورځې   په بغداد کې په دووځان مرګي حملو کې  کابو ۳۵کسان شهیدان او یو سل لس نور ټپیان کړي دي .

 په عراق کې  د داعشي جنایتکارې ډلې له ماتې سره سره  تر دې دمه  ددغه  هیواد په مختلفو سیمو کې داعشي جنایتکار  شتون لري اوپه تیت پرک ډول  ترهه ګر اقدامات کوي .

Image Caption
Image Caption