په سوریه کې دوې چاودنې شوې
په سوریه کې دوې پرلپسې چاودنې شوې چي د امله یې تر ۴۰ زیاتو کسانو ته په کښې مرګژوبله اوښتې ده.
د سوري سرچینو د راپور سره سم، لومړۍ چاودنه د حلب ولایت په اعزاز ښار کې د یو موټر بم په مټ تر سره شوې چي د امله یې لږ تر لږه ۳۵ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
یاد ښار د ازاد فوځ د ترهګري ډلي په واک کې دی چي د ترکیې له ملاتړه برخمن دی.
دوهمه چاودنه هم د موټربم په وسیله د حلب ولایت په الباب ښار کې د ام شلیف په کلۍ کې تر سره شوې چي د امله یې ۶ تنه وژل شوی دی.
تېره ورځ هم د یاد ولایت په عفرین ښار کې د موټربم په وسیله چاودنه شوې وه چي د امله یې ۲۱ تنو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د سوریې د خاوري کابو ۴ کیلومټره د الباب، اعزاز، جرابلس او عفرین په شمول د ترکي ځواکونو له خوا لاندي شوي دي چي اکثره په کښې د ازاد فوځ د ترهګري ډلي وسله وال فعالیت کوي.