د نړیوالي محکمې له فیصلې څخه د نتانیاهو غوصه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i96182-د_نړیوالي_محکمې_له_فیصلې_څخه_د_نتانیاهو_غوصه
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر د فلسطيني سیمو په اړه د نړیوالي محکمې پرېکړه یې سیاسي وباله او خپله ناخوښي څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2021 14:09 Asia/Kabul
  • د نړیوالي محکمې له فیصلې څخه د نتانیاهو غوصه

د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر د فلسطيني سیمو په اړه د نړیوالي محکمې پرېکړه یې سیاسي وباله او خپله ناخوښي څرګنده کړه.

صهیونیستي رژیم د فلسطینیانو په وړاندې د سترو جنایتونو سره سره ټینګار کوي چي د هاګ نړیواله محکمه د دې صلاحیت نه لري چي د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په هکله پرېکړه وکړي.

خو د نړیوالي محکمې اکثره قاضي یانو د رایي په ورکولو سره ویلي چي دغه محکمه کولای شي په ۱۹۶۷ کال کې په فلسطین کې د صهیونیستي رژیم له خوا د نیول شویو سیمو په اړه پریکړه وکړي.

د اسرائیلو سرغنه نتانیاهو دغه مسالې ته په غبرګون کې وویل: دغه محکمه وښودله چي یو سیاسي اورګان دی نه یوه قضایي اداره.

د فلسطین د کورواکي ادارې د بهرنیو چارو وزارت دغه ورځ یې جنایتکارانو ته د سزا ورکولو تاریخي ورځ وباله او د نړیوالي محکمې سره د همکاریو لپاره چمتووالي وښود.

د نړیوالي محکمې د رایي پر بنیاد د ۱۹۶۷ کال کې د صهیونیستي رژیم له خوا نیول شوي سیمي د فلسطین دي او هر ډول ښارګوټي جوړونه په کښې غیر قانوني دي.