دښمنان نه غواړي د ایران عراق ملتونه سره متحد شي
د ایران دقضایه قوې مشر له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په مقابلې کې ددواړو هیوادونو ملګرتیا ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، له داعشي جنایتکارو سره دمقابلې لپاره ملګرتیا دایران او عراق د دوو ملتونو ترمینځ د یوزړتوب او ملګرتیا حقیقي بیلګه ده .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د قضایه قوې مشر ابراهیم ریسي پرون ناوخته په بغداد کې د عراق له ولسمشر برهم صالح سره په کتنې کې وئيلی دي ، د عراق او ایران د دوو ملتونو پیوند د دواړو هیوادونو په باورونو، اعتقاداتو او تمدن کې ریښه لری او د دښمنانو له غوښتنې سره سره ، دایران او عراق د حکومتونو او ملتونو مناسبات او راشه دیرشه د زیاتیدا په حال کې دی .
د ایران دقضایه قوې مشر همداراز له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په مقابلې کې ددواړو هیوادونو ملګرتیا ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، له داعشي جنایتکارو سره دمقابلې لپاره ملګرتیا دایران او عراق د دوو ملتونو ترمینځ د یوزړتوب او ملګرتیا حقیقي بیلګه ده . د عراق ولسمشر برهم صالح هم په دغې کتنې کې په ایران اوعراق کې ریښه لرونکو او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وئيلي دي ،خپلواکه او حاکمیّت لرونکی عراق دایران لپاره یو ښه متحد او تکیه کیدلی شي . هغه همداراز له ایران سره دخپل هیواد د قضائي مناسباتو پر پیاوړتیا هم ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ، دعراق قضایه قوه له ایران سره ملګرتیا کوي څو د دواړو هیوادونو حقوقي مسئلې په ښو شرائطو کې پرمخ لاړې شي .