د ترهه ګرو له لیسټه دانصارالله غورځنګ د ویستلوهرکلی کوو
په یمن د دوو تیرګیرو هیوادونو ،یعني د عربستان او متحده عربی اماراتو د کرغیړنو غوښتنو لپاره په سپینې ماڼۍ کې د خپل شتون په وروستیو شپو ورځو کې ډونالډټرمپ د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ځیني مشران او دغه ولسی غورځنګ د امریکا د تش په نامه ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې شامل کړی ؤ .
فارس خبري آژانس راپور ورکړی ، د ملګروملتو د سرمنشي دفتر بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره د یمن د ا نصار ا... غورځنګ په باب د امریکا د ولسمشر جوبایډن دحکومت د فیصلې په هرکلي سره هیله ښودلې ده ، دغه اقدامات په یمن کې د سعوي ائيتلاف د ځواکونو او ددغه هیواد د تښتیدلي او مستعفي شوي حکومت له ځواک سره د یمن د پوځ او ولسي مبارزو کمیټیو ترمینځ دنښټو له حل کیدا سره مرسته کولی شي .
د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن بیګا وئيلي دي ، د امریکا دتش په نامه ترهه ګرو تنظیمونو کلیسټ کې د یمن د انصار ا... غورځنګ د شاملولو لپاهر ددغه هیواد دپخواني کرغیړن حکومت د فیصلې د باطلولو لپاره د بایډن د حکومت فیصله به له سه شنبې ورځې راهسې اجرائي شي .
بلینکن یو ځل بیا مدعي شوی چې د امریکا دغه اقدام له یمن سره دانساني مرستو په لړ کې دی .