د ترهه ګرو له لیسټه دانصارالله غورځنګ د ویستلوهرکلی کوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i96446-د_ترهه_ګرو_له_لیسټه_دانصارالله_غورځنګ_د_ویستلوهرکلی_کوو
په یمن د دوو تیرګیرو هیوادونو ،یعني د عربستان او متحده عربی اماراتو د کرغیړنو غوښتنو لپاره په سپینې ماڼۍ کې د خپل شتون په وروستیو شپو ورځو کې ډونالډټرمپ د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ځیني مشران او دغه ولسی غورځنګ د امریکا د تش په نامه ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې شامل کړی ؤ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 13, 2021 09:03 Asia/Kabul
  •   د ترهه ګرو له لیسټه دانصارالله غورځنګ د ویستلوهرکلی کوو

په یمن د دوو تیرګیرو هیوادونو ،یعني د عربستان او متحده عربی اماراتو د کرغیړنو غوښتنو لپاره په سپینې ماڼۍ کې د خپل شتون په وروستیو شپو ورځو کې ډونالډټرمپ د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ځیني مشران او دغه ولسی غورځنګ د امریکا د تش په نامه ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې شامل کړی ؤ .

 فارس خبري آژانس راپور ورکړی ،  د ملګروملتو د سرمنشي دفتر بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره د یمن د ا نصار ا... غورځنګ  په باب د امریکا د ولسمشر جوبایډن دحکومت د فیصلې په هرکلي سره  هیله ښودلې ده ، دغه اقدامات  په یمن کې د سعوي ائيتلاف د ځواکونو  او ددغه هیواد  د تښتیدلي او مستعفي شوي  حکومت له ځواک سره د  یمن د پوځ او ولسي مبارزو کمیټیو  ترمینځ دنښټو  له حل کیدا سره مرسته  کولی شي .

د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن  بیګا وئيلي دي ، د امریکا  دتش په نامه  ترهه ګرو تنظیمونو کلیسټ کې د یمن د انصار ا... غورځنګ د شاملولو لپاهر ددغه هیواد دپخواني کرغیړن  حکومت د فیصلې د باطلولو لپاره د بایډن د حکومت فیصله  به  له سه شنبې ورځې  راهسې اجرائي شي .

بلینکن  یو ځل بیا مدعي شوی چې د  امریکا دغه اقدام  له یمن سره دانساني مرستو په لړ کې  دی .  