د عراق په اربیل کښې د امریکا پینځه وګړي ژوبل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i96560-د_عراق_په_اربیل_کښې_د_امریکا_پینځه_وګړي_ژوبل_شوي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه(۱) چارواکي د عراق په اربیل کښې د واشنګټن په اډې باندې په راکتي برید کښې د ژوبل شویو امریکايي وګړو شمیر پینځه (۵) تنه اعلان کړ او ویې ویل په نوموړي برید کښې یو(۱) ټیکه دار چې امریکايي نه و وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2021 07:32 Asia/Kabul
  • د عراق په اربیل کښې د امریکا پینځه وګړي ژوبل شوي

زمونږ خبریال وايي د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه(۱) چارواکي د عراق په اربیل کښې د واشنګټن په اډې باندې په راکتي برید کښې د ژوبل شویو امریکايي وګړو شمیر پینځه (۵) تنه اعلان کړ او ویې ویل په نوموړي برید کښې یو(۱) ټیکه دار چې امریکايي نه و وژل شوی دی .

د امریکا د دفاع وزارت دغه چارواکي نن سهار په داسې حال کښې د عراق په اربیل سیمه کښې د واشنګټن د اډې پرضد حملې کښې د ژوبل شویو امریکايي وګړو شمیر پینځه (۵) تنه اعلان کړ چې مخکې په عراق کښې د ائتلاف د ځواکونو ویاند په اربیل کښې په راکټي حملې کښې د امریکا د یوه (۱) وګړي د ژوبلیدا خبر ورکړی و .

د عراق نوي جوړې شوي «سرایا اولیا» ډلې په دې خبرې سره چې د امریکا نیواکګر عسکر به د هیواد په هیڅ ځاې کښې امنیت ونلري په اربیل کښې د واشنګټن په اډې د حملې مسوولیت پرغاړه واخیست .

په تیرو څو میاشتو کښې په عراق کښې د امریکا په پوځي اډو او کاروانونو باندې په ځلونو حملې شوي دي .

د عراق ډیرې خلک او ډلې له خپل هیواد څخه د  امریکا د ترهګرو عسکرو د ایستلو غوښتونکي دي او د دغه هیواد پارلمان هم د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو پلان تصویب کړی دی .