د یمن خلک به د هیڅ هیواد تر قیمومیت لاندې ورنشي
فارس خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثي ټینګار وکړ د هیواد خلک به د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو امریکا او یا صهیونیسټ رژیم تر قیمومیت لاندې ورنشي .
هغه پرون د رجب میاشتې د لومړۍ(۱) جمعې ورځې په مناسبت وینا کښې وویل مونږ نه غواړو چې د سعودي عربستان ، د متحده عربي اماراتو، د امریکا ، اسرائیلو یا د بل کوم حکومت تر قیمومیت لاندې ووسو ځکه چې مونږ پتیالي یوو او ایماني هویت له مونږڅخه غواړي چې د خپلې خپلواکۍ د تحقق لپاره هڅه وکړو .
د یمن د انصار الله مشر عبدالمالک الحوثي په مارب ولایت کښې بدلونونو ته په اشارې سره وویل په مارب، الجوف ، البیضا، تعز ، لویدیځ ساحل او نورو ټولو سیمو کښې زمونږ جنګونه یوازې له هغو تیریګرو سره مقابله کول دي کوم چې زمونږ له خلکو سره جنګ کوي ځکه چې دغه تیریګر د سلطې او په مونږباندې د خپل قیمومیت د تپلو هڅه کوي .
هغه وویل د مارب ولایت یوکم شمیر خلک شته چې د سعودي عربستان د یوه(۱) پوځي افسر تر بیرغ لاندې جنګیږي او هڅه کوي له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو او امریکا ته د وفادارۍ په چوکاټ کښې په یمن باندې د سعودي عربستان رعب وروتپي .
عبدالمالک الحوثي وویل د یمن د ملي ژغورنې حکومت یو(۱) هدف لري او هغه له تیریګرو او په یمن د پردیو هیوادونو له رعب سره مقابله کول دي .