په عراق کې د ناټوځواک زیاتیدا،د امریکاپر جنایتونود برغولي کیښودل
د ناټو موسیسې دغه فیصله د عراق په وړاندې د دوي په مخکینی سیاست کې یو سل اتیا درجې دڅرخیدا په معنا حسابیږي .
په ۲۰۰۳کال کې د امریکا په وسیله د عراق له نیواک وروسته په دغه هیواد کې د لویدیځي ځواک شتون پیل شوی او هماغه راز دوام لري . دوه زره پنځه سوه عسکرو ته د امریکائي پوځيانو د شمیر دکمولو په باب دامریکا دپخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ د حکومت کړچار ته په پام سره اوس ناټو په دغه هیواد کې د خپل ځواک دبې مخینې زیاتیدا په لټه کې ده .
د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس سټولتنبرګ د فرورۍ په اتلسمه نیټه د ناټو موسیسې دغړو هیوادونو د د فاع وزیرانو دناستې په پاي کې وئيلی دي ، دناټو د غړو هیوادونو دچارشنبې او پنجشنبې په خبرو اترو پسې ، په عراق کې د ناټو ځواک شمیر به له پنځه سوه عسکرو،تر څلور زره تنو ورسیږي. هغه زیاته کړې ده ، ناټو دم ګړۍ په عراق کې محدود شتون لري ، خو اوس فیصله شوې چې ګام په ګام په دغه هیواد کې خپل شتون زیات کړي . دناټو موسیسې عمومی منشي مدعي شوی ، په عراق کې د ناټو ځواک د دغې اته برابره زیاتیدا دلیل،په دغه هیواد کې د داعش د بیرته قدرتمنیدا مخنیوی دی .
د ناټو موسیسې دغه فیصله د عراق په وړاندې د دوي په مخکینی سیاست کې یو سل اتیا درجې دڅرخیدا په معنا حسابیږي .د داعش له ماتې وروسته ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت دقوماندان سردار قاسم سلیماني په جنایتکار ترورد کروناپه خوریدا پسې ، دناټو غړو هیوادونو خپل زیات عسکر له عراقه وویستل او د عراقي پوځيانو د روزنې ډير پروګرامونه ئې چټي کړل . خو اوس د ناټو دغړو هیوادونو دفاع وزیرانو ، د امریکا د نوي ولسمشر واک ته په رسیدا او دهغه د نوو سیاستونو په اجرا سره ، دوي پخپلې وروستۍ غونډې کې له داعش سره د مبارزې په پلمه په عراق کې د ناټو ځواک داته برابره زیاتیدا فیصله کړې ده . دم ګړۍ په عراق کې دناټو ځواک په وسیله د عراقي پوځیانو د روزنې دپروګرام په چوکاټ کې دبهرنیو عسکرو شمیر یوازې پنځه سوه تنه دی .
د نړیوالو حقوقو له پلوه دملګرو ملتو د امنیت شورا دمخالفت په دلیل ، په عراق د ۲۰۰۳کال په مارچ کې د بریتانیا په ملګرتیا سره د امریکا پوځي حمله ، چې ددغه هیواد دنیواک او دعراق د بعثي رژيم نسکوریدا لامل وشي ، غیر قانوني او ناروا وه . خو له ۲۰۰۴کاله تر دې دمه ناټو له امریکا سره په ملګرتیا کې دعراق د وسلوال ځواک د روزنې او سلاکارۍ ماموریت په غاړه درلود. د امریکائي پوځيانو او د داعش په ضد د تش په نامه نړیوال ائيتلاف په نامې سره دځواک په اپوټه ، چې په عراق کې پوځي یرغلیز عملیات ترسره کوي ، د ناټو ځواک مسئولیّت تر اوسه پورې د عراق دپوځ او پولیسو حرفه وي روزلو،د قوماندانۍ جوړښتي مشورو ته محدودید.
له دې ټولو سره سره،اوس په عراق کې دوه زره پنځه سوو ته د امریکائي پوځیانو دشمیر کمیدا ته په پام سره او همد په اربیل هوائي ډګر د وروستۍ توغندوي حملې پشمول چې په بشپړ ډول مشکوک اقدام ګڼل ارزول کیږي، د امریکائي پوځیانود دیره کیدا په مرکزونو او کاروانونو زیاتیدونکو حملو ته په پام سره ، په عراق کې د ناټو ځواک د شمیر دزیاتولو لپاره لازمه پلمه برابره شوي ده . مسلما په عراق کې د ناټو ځواک دشمیر شتون او دپام وړ زیاتیدا ، به نوره یوازې د روزنیزو اقداماتو په زمینې کې نه وي او یو ډول ویل کیدلی شي ، چې ناټو خواک به د امریکائي عسکرو جانشین شي .
د عراق د سیاسی چارو یوشناندی عباس العرداوي وائي ، دعراق په خاورې کې د خپلو پوځیانو د اته برابره زیاتولو لپار د ناټو ځواک دفیصلې په باب ددغې موسیسې اعلان یو ډول نیواکګري حسابیږي . په حقیقت کې دناټو ځواک هماغه امریکائي عسکر دي . پر دې ا ساس ، په بشپړ ډول روښانه ده چې په عراق کې د ناټو ځواک زیاتیدا په دغه هیواد کې د واشنګټن یوه نوي لوبه ده . واشنګټن فیصله کړې ده ،د پرَدیو عسکرو د ویستلو په باب د عراق د پارلیمان پرمسودې ، له یوې بلې لارې سترګې پټې کړي .
ددغې چارې پوره کیدا به،د اروپا له پولو در آخوا دناټو عملیاتو د جغرافیائي حوزې دپراختیا په معنا وي . په عین حال کې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د جنرال قاسم سلیماني له ترور وروسته،له عراقه د بهرنیو عسکرو په وتلو مشتمله ددغه هیواد دپارلیمان مسودې ته په پام سره،په عراق کې د خپلو عسکرو دپام وړ تر حده په زیاتولو کې د ناټو اقدام به،په حقیقت کې د امریکا ئي پوځيانو د خالي شوي ځاي د ډکولو او په معنا او یو غیر قانوني اقدام وي .