محمد بن سلمان له بنیامین نتنیاهو سره ملاقات ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97496-محمد_بن_سلمان_له_بنیامین_نتنیاهو_سره_ملاقات_ته_تیار_دی
په اماراتو کې خبرې سرچینې وایي چې د سعودي ولي عهد  ابوظبۍ ته په خپل سفر کې د صهیونسټ رژیم له لومړي وزیر سره ملاقات ته تیار دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 11, 2021 15:54 Asia/Kabul
  • محمد بن سلمان له بنیامین نتنیاهو سره ملاقات ته تیار دی

په اماراتو کې خبرې سرچینې وایي چې د سعودي ولي عهد  ابوظبۍ ته په خپل سفر کې د صهیونسټ رژیم له لومړي وزیر سره ملاقات ته تیار دی.

په اماراتو کې خبرې سرچینې وایي چې د سعودي ولي عهد  ابوظبۍ ته په خپل سفر کې د صهیونسټ رژیم له لومړي وزیر سره ملاقات ته تیار دی.

 د یروشلم پوسټ ورځپانې د راپور له مخې  خبرو اماراتي سرچینو نن سهار وویل چې محمد بن سلمان تیار دی چې  په ابوظبۍ کې د اسراییلو له لومړي وزیر نتانیاهو سره کتنه وکړي.

سرچینه زیاتوي چې نتانیاهو او ټیم یې  د متحده عربي اماراتو او عربستان هیوادونو سره په خبرو اترو لګیا دی چې په ابوظبۍ کې د بن سلمان کتنه محققه کړي.

 نتانیاهو نن په رسمي توګه او په لومړي ځل اماراتو ته سفر کوي.

امارات او بحرین د ۲۰۲۰ کال په ستمبر کې د امریکا او ډونالډ ټرامپ په مینځ ګړېتوب د قدس له نیواکګر رژیم سره د سازباز موافقه لاسلیک  او ډپلماټیکې اړیکې ټینګې کړې.