د یمن پوځ دعربستان آبها هوائي ډګر بیا په نښه کړ
له یمنه په بل خبر کې وئيل شوي دي ،د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو او دغه راز د مارب ولایت قبایلی لښکر د مارب ښار په شاوخوا کې د تیریګر سعوي ائيتلاف د تالی څټو په مورچلو په بریدونو سره له هغوي یو شمیر سیمې آزادې کړي دي .
المسیره خبری چینل راپور ورکړی،د یمن د پوځ ویندوي یحیی سریع نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،د یمن د پوځ توغندوي او ډرونز یونټونو نن سهار د عربستان په جنوب کې د آبها نړیوال هوائي ډګر او ملک خالد هوائي ډګر په شیشت کې د راوستو خبر ورکړ.
هغه دغه راز وئيلي ډ د یمن دپوځ دبې پیلوټه الوتکو یونټ هم دعربستان په جنوب کې په خمیس مشیط پوځي مرکز سخت ټکونه کړي دي .
یحیی سریع ټينګار کړی،دغه حملې د آل سعود رژيم د جنایتونو او دیمن په ضد د کلابندۍ د دوام په ځواب کې د یمن والو دطبیعي او روا حق په چوکاټ کې شوي دي.
دا څوم ځل دی چې د عربستان په جنوب کې په خمیس مشیط کې د ملک خالد پوځي مرکز او دآبها پوځي هوائي ډګر د یمن د بې پيلوټه الوتکو په شیشت کې راځي . .
د یمن د پوځ ویندوي تیره اونۍ هم د یمن والو د اتو توغندیو او څوارلسو ډرونز الوتکو څخه په استفادې سره په راس التنوره بندر کې د آرامکو شرکت او په جیزان او عسیر سیمو کې د عربستان دمهمو او حساسو پوځي مرکزونو په ټارګټ کې د راوستو خبر ورکړی ؤ .