د ایران په ضد دزیاتره دباؤ سیاست په بشپړډول ماته خوړلي
عرب نیوز ورځپاڼې پرون په یوې مقالې کې چې د ایران په ضد بندیزونو د یوه قدرتمند آوزار د دلیل په نامې سره لیکل شوي ، د اسلامی ایران په ضد د امریکا د زیاتره دباؤ دسیاست ئې بشپړ ملاتړ کړی دی .
فارس خبری اژانس راپور ورکړی ، په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي استازي او سفیر میخائیل اولیانوف پخپل ټولنیز پیغام کې د سعودي عربستان د یوې رسندوئې د یوې وروستۍ مقالې په غبرګونکې ټينګار کړی ،د ایران په ضد دزیاتره دباؤ سیاست په بشپړ ډول ناکام شوی دی.
اولیانوف ،د سعودي عرب نیوز ورځپاڼې په وروستۍ لیکل شوي مقالې په نیوکو سره وئيلی دي ، ځيني کسان دتیر وخت له تیروتنو درس نشي اخستلی ،آیا ددې لپاره چې ومنو ،چې دایران په ضد د زیاتره دباؤ سیاست یو بشپړ ماته خوړلی سیاست ؤ ، لازیات شواهدو ته ضرورت لري .؟ آیا د اسلامی ایران لپاره د امریکا د پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو دولس شرطونه پوره شول .؟ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مخالفانو استدلالونه جدي نه شو ګڼلی .
عرب نیوز ورځپاڼې پرون په یوې مقالې کې چې د ایران په ضد بندیزونو د یوه قدرتمند آوزار د دلیل په نامې سره لیکل شوي،د اسلامی ایران په ضد د امریکا د زیاتره دباؤ دسیاست ئې بشپړ ملاتړکړی دی .