د یمن جګړه د پردیو یرغل د کورني مزدورانو په مرسته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97742-د_یمن_جګړه_د_پردیو_یرغل_د_کورني_مزدورانو_په_مرسته
د یمن د ملي ژغورنې د ادارې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال اعلان وکړ چي د یمن جګړه یو داسي بهرنی یرغل دی چي د کورنیو مزدورانو په مرسته تر سره کیږي، دغه جګړې د داخلې جنګ نوم نه شو ورکولای.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2021 14:00 Asia/Kabul
  • د یمن جګړه د پردیو یرغل د کورني مزدورانو په مرسته

د یمن د ملي ژغورنې د ادارې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال اعلان وکړ چي د یمن جګړه یو داسي بهرنی یرغل دی چي د کورنیو مزدورانو په مرسته تر سره کیږي، دغه جګړې د داخلې جنګ نوم نه شو ورکولای.

د یمن د ملي ژغورنې د ادارې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال حسین العزی په یوه خبري ناسته کې د دې هیواد وروستیو بدلونو ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له دروغ وینې څخه په نیوکې سره وویل: د ملګرو ملتونو له لوري د صنعا څخه د اوربند د ټینګولو غوښتنه غیر منطقي ده ځکه چي جګړه د دواړو لورو تر مینځ روانه ده نو باید د مقابل لوري څخه هم دغه غوښتنه وشي.

العزې د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه: د یمن په جګړه کې لومړنۍ برید د صنعا د ادارې له لوري نه دی تر سره شوی بلکې د یمن خلګ تر دې دمه د ځان د دفاع لپاره د خپل حق څخه پوره کار نه دی اخیستی.

د یمن د ملي ژغورنې د ادارې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال وویل: د جګړې ټول قوانین د سعودي له خوا ماتي شوي، یمن یې په بشپړه توګه محاصره کړې او له غیرقانوني وسلو څخه کار اخلي لیکن ملګري ملتونه د دغو ټولو په وړاندې چوپه خوله پاتي شوې ده.

هغه زیاته کړه چي د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس د یمن د جګړې حقیقتونه تحریفوي او په یمن باندې د سعودي یرغل څخه د دفاع په نامه یادونه کړې ده.