عربستان د یمن په مارب ولایت بریدونه وکړل
زمونږ خبریال وايي د یمن المسیره ټیلي ويژن وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو بیګا بیا څو ځلې په مارب ولایت کښې په ځینو سیمو بمبارې وکړې .
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف دولس (۱۲) ځله د یمن په مرکز مارب ولایت کښې په مدغل او صرواح سیمو بمبارې کړي دي چې تراوسه یې د مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله دقیق راپور نه دی خپور شوی .
د یمن پوځي سرچینو هم وویل د سعودي عربستان تیریګرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل نولس (۱۱۹) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یمن په مارب ولایت کښې د خپلو عسکرو له ماتي خوړلو وروسته اوس په دغه ولایت کښې له مخکې څخه زیات هوايي بریدونو ته زور ورکړی دی .
څه د پاسه یوه(۱) میاشت کیږي چې د یمن د تیلو د بډایه او د سټراټيژیک ولایت مارب د ازادولو عملیات پیل شوي دي او حکومتي عسکر اوس مارب ښار ته نږدې شوي دي .
د یمن خارجه وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې ټینګار کړی دی د مارب جبهه په تیرو کلونو کښې د ترهګرو ډلو او د پردیو ځواکونو د چورتالان مرکز و او د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په ځانګړي توګه د مارب جبهه رامینځته کړي دي چې هغه د ټولو پوځي تیریو او د عملیاتو د پیلیدا لپاره یو ځای ووسي .