صهیونیسټو پولیسو یو فلسطیني ځوان په ډزو ووژه
-
فایل فوټو
خبري سرچینو پرون ویلي چې صهیونیسټي رژيم پولیسو د نیواکي فلسطین په حیفا ښار کښې یو فلسطیني ځوان په ډزو ویشتې او شهید یې کړ.
خبري سرچینو پرون ویلي چې صهیونیسټي رژيم پولیسو د نیواکي فلسطین په حیفا ښار کښې یو فلسطیني ځوان په ډزو ویشتې او شهید یې کړ.
د ایرنا د رپورټ له مخې د صهیونیسټي رژیم پولیس مدعي دي چې ۳۳ کلن منیر عنبتاوي په حیفا ښار کښې په یو اسرائیلي پولیس باندې د چاقو له حملې وروسته د هغوي په ډزو وژل شوی دی.
په عین حال کښې د منیر عنبتاوي خور یدیعوت آحارونوت عبري ژبې ورځپاڼې ته وویل چې پولیسو یې ورور بیګناه وژلی دی او هیڅکله به غلې کښې نه ني. هغه ناروغه و او درملنې ته یې ضرورت درلود، پولیس دې له دروغو لاس واخلي.
هغې وویل: پولیسو پر ځاې د دې چې زمونږ مرسته وکړي، ورور یې راله ووژه. هغوي داسې جنایتکاره پولیس دي چې له وژلو پرته بل څه نه پيژني.