د یمن ځواکونو یوشمیر نورې سیمې هم ونیولې
زمونږ خبریال وايي پوځي سرچینو د یمن په مارب ولایت کښې د پوځ او د ولسي کمیټیو د پرمختګ او په نورو سیمو باندې د دوې د کنټرول د دوام خبر ورکړ .
د یمن پوځي سرچینو نن وویل په مارب ولایت کښې د حکومتي عسکرو له پرمختګ وروسته استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي ته اړونده عناصرو ، ملیشا ځواکونو او القاعده او داعش ترهګرو ډلو په دغه ولایت کښې ډیرې سټراټيژیکې سیمې له لاسه ورکړې .
د یمن پوځي سرچینو وویل پوځ او ولسي کمیټیو د مارب ښار په جنوب لویدیځ کښې په «البلقین الاوسط» او «القبلی »جبهو کښې پرمختګونه کړي دي او په الکساره ، الفجوه ، الحرامله ،السیطره او ایدات الرا سټراټيژیکو سیمو یې کنټرول ترلاسه کړی دی .
د دغه راپور پراساس د یمن په مارب ولایت کښې د د الطلعه الحمرا په خوا کښې هم سخت جنګونه روان دي او سعودي رژیم ته اړونده لسګونه عناصر د یمن د ځواکونو لخوا کلابند کړې شوي دي .
ځینو ځايي سرچینو وویل د یمن د استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي ځواکونه او دوې ته اړونده ملیشا ډلې د مارب ښار په ختیځ کښې امن سیمو ته د کډوالو د ورتلو مخه نیسي او دغه چاره د کډوالو د غصه کیدا او ال سعود ته له اړونده ملیشا ډلو سره د دوې د نښتې سبب شوي ده .
دوه(۲) میاشت کیږي چې د یمن مارب ولایت د ملي ژغورنې د حکومت د ځواکونو او د سعودي عربستان د ائتلاف او استعفا شوي حوکمت ته د اړونده ځواکونو د سختو نښتو ډګر دی او په دې موده کښې د یمن ځواکونه توانیدلي دي د مارب ښار تر څو کلومیټرۍ پورې پرمختګ وکړي .