په عراق کې د امریکائي پوځيانو په کاروان بیا حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98300-په_عراق_کې_د_امریکائي_پوځيانو_په_کاروان_بیا_حمله_شوې
 دعراق رسندویو  پرون مازدیګر هم  په بابل اوذی قار  ولایتونو کې  د امریکا دترهه ګر پوځ په دوو پوځي لاجیسټکي کاروانونو دحملو  خبر ورکړی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 02:09 Asia/Kabul
  •  په عراق کې د امریکائي پوځيانو په کاروان بیا حمله شوې

 دعراق رسندویو  پرون مازدیګر هم  په بابل اوذی قار  ولایتونو کې  د امریکا دترهه ګر پوځ په دوو پوځي لاجیسټکي کاروانونو دحملو  خبر ورکړی ؤ .

 صابرین  خبری چینل راپور ورکړی،  د  امریکائي ترهه ګر پوځ  په یوه بل لاجیستکي کاروان  چې  د عراق په شمال صلاح الدین ولایت کې له ادجیل سیمې دتیریدا په حال کې ؤ ، توغندوي حمله شوې . ددغه راپور په اساس په دغې حملې کې  د کاروان دوه ګاډي په نښه شوي اوتباه شوي دي .

 دعراق رسندویو  پرون مازدیګر هم  په بابل اوذی قار  ولایتونو کې  د امریکا دترهه ګر پوځ په دوو پوځي لاجیسټکي کاروانونو دحملو  خبر ورکړی ؤ .

 په وروستیو څو میاشتو کې  دعراق په بیلابیلو سیمو کې د امریکا پوځي  مرکزونه او کاروانونه  د  حملو ښکار کیږي . دعراق ډیری خلک اوسیاسی ډلې ټپلې او  حکومتي  چارواکي  له عراقه دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو غوښتنه کوي او  ددغه هیواد پارلیمان هم  د دغه ترهه ګر  اونیواکګر ځواک د ویستلو په باب   یو پلان هم تصویب کړی دی .  

له عراقه په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي د عراق دفیډرل پولیسو او الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په یولړ ګډو عملیاتو کې  په کرکو ولایت کې  څلور هغه  داعشي جنایتکار  نیول شوي دي چې  له ډير وخت راهسې تعقیبیدل .