د یمن عسکرو په مارب کښې پرمختګ ته دوام ورکړی
زمونږ خبریال وايي د یمن پوځ او ولسي کمیټیانې په مارب ولایت کښې د خپلو پرمختګو په دوام سره بریالۍ شوې د دغه ولایت اویا(۷۰) فیصده ځمکه په کنټرول کښې واخلي .
د یمن پوځیانو او ولسي کمیټیانو په شمال ختیځ کښې د مارب ولایت د شمال او لویدیځ په لوړو سیمو کښې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړ او په دغو سیمو کښې یې ځینې سټراټيژیک مرکزونه نیولي دي .
یوې (۱) خبرې سرچینې ویلي دي د یمن پوځ او ولسي کمیټیانو په «ایدات الرا» سیمه کښې د دریو (۳)مهمو غونډیو او په مارب ولایت کښې په الدشوشه سیمه کښې د ځینو سټراټیژیکو مرکزونو کنټرول په لاس کښې اخیستی دی .
دغه خبرې سرچینې وویل په تیرو دوو (۲)ورځو سختو نښتو کښې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ګوډاګیانو ته اړونده سل (۱۰۰) افسران او عسکر او د القاعده ترهګرې ډلې یوشمیر غړي هلاک او یا ژوبل شوي دي .
د یمن په مارب ښار کښې په دریمې (۳) سیمې باندې د پوځ او د ولسي کمیټیانو په توغندوي حملې کښې هم څو ګوډاګیان مړه او ژوبل شوي دي .
د یمن مارب ولایت څه د پاسه دوه (۲) میاشتې کیږي چې داستعفا شوي حکومت او د سعودي عربستان د ائتلاف د ځواکونو او د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د ځواکونو ترمنیځ د سختو جنګونو کتونکی دی او په دې موده کښې د یمن ځواکونه توانیدلي دي چې د مارب ښار تر څو کلومیټرۍ پورې پرمختګ وکړي .