حماس له سعودی څخه د فلسطيني بنديانو د آزادولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98492-حماس_له_سعودی_څخه_د_فلسطيني_بنديانو_د_آزادولو_غوښتنه_وکړه
حماس د رياض له چارواکو وغوښتل چې د روژې د مبارکې مياشتې له شروع کېدو نه مخکښې دې د شپېتو فلسطينيانو دوسيه چې په سعودي کښې په بې بنيادو تورونو په قېد کښې پراته دي ختمه کړي.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Apr 05, 2021 07:44 Asia/Kabul
  • حماس له  سعودی څخه د فلسطيني بنديانو د آزادولو غوښتنه وکړه

حماس د رياض له چارواکو وغوښتل چې د روژې د مبارکې مياشتې له شروع کېدو نه مخکښې دې د شپېتو فلسطينيانو دوسيه چې په سعودي کښې په بې بنيادو تورونو په قېد کښې پراته دي ختمه کړي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس يوځل بيا له سعودي چارواکو وغوښتل چې په دغه هېواد کښې نيول شوي فلسطينيان په تېره بيا اتيا کلن اسير محمد الخضري چې په ګڼ شمېر بيماريو اخته دے د کورونا وائرسو د خپرېدو په حالاتو کښې دې آزاد کړي.له فلسطينه په بهر کښې د حماس د اطلاع رسونې د برخې مشر «رأفت مره» هم د ترکيې له ناتولي خبري آژانس سره په مرکه کښې هيله څرګنده کړه چې سعودي چارواکي به د فلسطين د ملت او د هغوي د ارمانونو د خيال په ساتلو سره په عاقلانه فېصلې سره دغه دوسيه زر تر زره او د روژې له مبارکې مياشت نه مخکې ختمه کړي.

هغه زياته کړه، سعودي د سېنسر او  فلسطيني نيول شويو کسانو ته د لاسرسائۍ لپاره د لورو، قانوني او بشري حقوقو د ادارو د نه امکان د سياست په وجه د دغو نيول شويو کسانو د حالاتو په باره کښې هيڅ دقيقه معلومات نه لري.