امریکا د داعش ډلې غړي له سوریې څخه عراق ته بیولي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98810-امریکا_د_داعش_ډلې_غړي_له_سوریې_څخه_عراق_ته_بیولي
سومریه نیوز راپور ورکړ د عراق په دیاله ولایت کښې د مسلمانو علماو د اتحادیې مشر جبار المعموري وویل امریکا د عراق امنیت ته د ګوزار د ورکولو لپاره د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر غړي له سوریې څخه عراق ته انتقال کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2021 08:39 Asia/Kabul
  • امریکا د داعش ډلې غړي له سوریې څخه عراق ته بیولي

سومریه نیوز راپور ورکړ د عراق په دیاله ولایت کښې د مسلمانو علماو د اتحادیې مشر جبار المعموري وویل امریکا د عراق امنیت ته د ګوزار د ورکولو لپاره د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر غړي له سوریې څخه عراق ته انتقال کړي دي .

هغه نن وویل له تیرو څو ورځو راهسې د امریکا عسکرو د داعش تکفیري ترهګرې ډلې یوشمیر غړي د سوریې له «الهول» کیمپ څخه عراق ته بیولي دي .

د عراق د مسلمانو علماو د اتحادیې مشر جبار المعموري ډاګینه کړه حقیقت دا دی چې امریکا د لویدیځې اسیا سیمې د امنیت د خرابولو کوشش کوي او په همدې هدف سره د سوریې په الهول کیمپ  کښې له موجودو ترهګرو ګټه پورته کوي .

د ویلوده چې د سوریې په الهول کیمپ کښې د داعش ترهګرې ډلې په زرګونو  مشران او غړي شته کوم چې د دغه ترهګرې ډلې له  نیواک څخه  د عراق د  ښارونو له ازادیدا وروسته  دغه کیمپ ته تښتیدلي دي .

په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې پوځي ، مالي او استخباراتي مرستې امریکا ،انګلستان ، فرانسه ، سعودي عربستان ،متحده عربي امارات ، بحرین ، قطر ، اسرائیل ، ترکیه او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .