د یمن عسکرو د عربستان پرضد عملیات وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98824-د_یمن_عسکرو_د_عربستان_پرضد_عملیات_وکړل
المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع په اولسو(۱۷) بې پایلوټه الوتکو او دوو(۲) بلاسټیک توغندیو سره د سعودي عربستان په خاوره کښې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2021 11:22 Asia/Kabul
  • د یمن عسکرو د عربستان پرضد عملیات وکړل

المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع په اولسو(۱۷) بې پایلوټه الوتکو او دوو(۲) بلاسټیک توغندیو سره د سعودي عربستان په خاوره کښې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ .

هغه نن وویل د سعودي عربستان په خاوره کښې د «شعبان دیرش» په نوم عملیات په اولسو (۱۷) بې پایلوټه الوتکو او دوو(۲) بلاسټیک توغندیو سره د یمن پرضد د ظالمانه کلابندۍ او تیري زیاتیدا ته په غبرګون کښې وشول او پکښې د صماد درې په نوم لسو (۱۰)بې پایلوټه الوتکو په جده او الجبیل دوو(۲) سیمو کښې د تیلو د ارامکو شرکت په چاڼ ځایونو باندې حملې وکړې .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع ټينګار وکړ په خمیس مشیط او جیزان سیمو کښې هم په حساسو پوځي مرکزونو باندې د «قاصف دوه کی  »بې پایلوټه الوتکو او د  «بدر یو » په نوم د دوو (۲) بلاسټیک توغندیو بریدونه وشول .

د شعبان دیرش په نوم پوځي عملیات له بیګا څخه پیل او تر نن سهار پورې روان و او د نظر وړ هدفونه په بریالیتوب سره پوره شول او عملیات به تر هغه وخته پورې چې د یمن پرضد تیري او کلابندۍ دوام ولري دوام ولري .