د صهیونیستي رژیم وحشي فوځیانو یو ځل بیا فلسطیني وګړې ونیولې
Apr 20, 2021 11:59 Asia/Kabul
د اسرائیلو وحشي فوځیانو په فلسطین کې د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کې د قدس شریف په السعدیې سیمي باندې په برید کولو سره یو شمير فلسطیني وګړې ونیولې.
د دې راپور سره سم، په دغه برید کې د صهیونیستانو او د فلسطینیانو تر مینځ نښتې وشوې، او صهونیستي فوځیانو له پلاستیکي مردکو او اوښکي بهوونکي ګاز په کارولو فلسطیني وګړې وځپلې.
د فلسطیني اسیرانو د رسیدګۍ اداره وایي چي په وروستیو میاشتو کې په فلسطینی وګړو باندې د صهیونیستي رژیم فوځي بریدونه زیات شوي.
د یادي ادارې په وېنا یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۱۳۰۰ زیات فلسطیني وګړي له کوم جرم پرته د اسرائیلي فوځیانو له خوا بېول شوي دي.
ټیګونه