د یمن پوځ د عربستان په هدفونو بریدونه کړي دي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د پوځ ویاند د سعودي عربستان په جنوب کښې په مهمو هدفونو باندې د پوځ او د ولسي کمیټیو د بې پایلوټو الوتکو د حملو خبر ورکړ .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل پوځ او ولسي کمیټیو نن سهار د سعودي عربستان په جنوب کښې په« خمیس مشیط» سیمه کښې د باچا خالد په هوايي اډې باندې د قاصف کی ټو (Qasif-K2) په دوو (۲) بې پایلوټه الوتکو سره برید وکړ .
یحیی سریع وویل په جیزان سیمه کښې هم د سعودي عربستان د تیلو د ارامکو شرکت په مرکز باندې هم د صماد درې (samad3) ډوله بې پایلوټه الوتکې برید وشو .
هغه وویل د یمن دغه بریدونه د سعودي عربستان لخوا د یمن کلابندۍ او د تیریو دوام ته په ځواب کښې شوي دي .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، انګلستان ، بحرین ، صهیونیسټ رژیم، انګلستان او د ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن پرضد پوځي تیریو او د ځمکې ، هوا او د سمندر له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
په عربستان باندې د یمن د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونو د سعودي عربستان د ائتلاف په مقابل کښې د قواو انډول د یمن په ګټه بدل کړی دی .