د یمن په مارب ولایت کښې سختې چاودنې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99432-د_یمن_په_مارب_ولایت_کښې_سختې_چاودنې_شوي_دي
الخبر الیمني اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د یمن په مرکز کښې د مارب ښار په ګاونډ کښې« صحن الجن» اډه بیګا د سختو چاودونو کتونکي وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2021 07:32 Asia/Kabul
  • د یمن په مارب ولایت کښې سختې چاودنې شوي دي

الخبر الیمني اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د یمن په مرکز کښې د مارب ښار په ګاونډ کښې« صحن الجن» اډه بیګا د سختو چاودونو کتونکي وه .

زیات احتمال دا دی چې دغه چاودنې په دغه پوځي اډې باندې د یمن د پوځ او د ولسي کمیټیو د توغندويو حملو له کبله وي .

ځايي سرچینو وویل  د یمن د صحن الجن اډې په خوا کښې سخت جنګونه روان دي او پوځ او ولسي  کمیټیو په دغه اډې باندې د ډزو توان  ترلاسه کړی دی .

له بلې خوا د یمن د استعفا شوي حکومت د پوځي قضايي دایرې مدیر «عبدالله الحاضري» او ورسره یوشمیر نور کسان د مارب ولایت په لویدیځ کښې په صرواح سیمه له پوځ او ولسي کمیټیو سره په جنګ کښې وژل شوي دي .

د یمن مارب ولایت دوه (۲) میاشتې کیږي د استعفا شوي حکومت  او د سعودي عربستان  د ځواکونو او د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د عسکرو  ترمینځ د سختو جنګونو ډګر دی او د یمن ځواکونه په دې موده کښې توانیدلي دي چې د مارب ښار تر څو کلومیټرۍ پورې پرمختګ وکړي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو، د اردن ، د اسرائیلو او د بریتانیا په مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د بې ګناه خلکو پرضد حملو او دغه راز د ځمکې ، سمندر او د هوا له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې د سعودي عربستان په جنګونو کښې تراوسه څه  د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) خلک وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .