د یمن په مارب ولایت کښې سختې چاودنې شوي دي
الخبر الیمني اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د یمن په مرکز کښې د مارب ښار په ګاونډ کښې« صحن الجن» اډه بیګا د سختو چاودونو کتونکي وه .
زیات احتمال دا دی چې دغه چاودنې په دغه پوځي اډې باندې د یمن د پوځ او د ولسي کمیټیو د توغندويو حملو له کبله وي .
ځايي سرچینو وویل د یمن د صحن الجن اډې په خوا کښې سخت جنګونه روان دي او پوځ او ولسي کمیټیو په دغه اډې باندې د ډزو توان ترلاسه کړی دی .
له بلې خوا د یمن د استعفا شوي حکومت د پوځي قضايي دایرې مدیر «عبدالله الحاضري» او ورسره یوشمیر نور کسان د مارب ولایت په لویدیځ کښې په صرواح سیمه له پوځ او ولسي کمیټیو سره په جنګ کښې وژل شوي دي .
د یمن مارب ولایت دوه (۲) میاشتې کیږي د استعفا شوي حکومت او د سعودي عربستان د ځواکونو او د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د عسکرو ترمینځ د سختو جنګونو ډګر دی او د یمن ځواکونه په دې موده کښې توانیدلي دي چې د مارب ښار تر څو کلومیټرۍ پورې پرمختګ وکړي .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو، د اردن ، د اسرائیلو او د بریتانیا په مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د بې ګناه خلکو پرضد حملو او دغه راز د ځمکې ، سمندر او د هوا له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
په یمن کښې د سعودي عربستان په جنګونو کښې تراوسه څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) خلک وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .