د اسرائیلي ځواکونو له لوري د فلسطیني ماشومانو شکنجه
د فلسطیني اسیرانو د چارو د رسیدګۍ ادارې په خبل راپور کې د صهیونیستي ځواکونو له لوري د فلسطیني ماشومانو د شکنجې خبر ورکړ.
د القدس العربي ورځپاڼې په وېنا، د فلسطیني اسیرانو د چارو یوې مسئولي ادارې ویلي: د اسرائیل تیری ګرو ځواکونو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې ۳ ماشومان یې تر نیولو وروسته په وحشیانه توګه وهلي او شکنجه کړي دي.
دغه فلسطیني ادارې ټینګار وکړ چي صهیونیستي ځواکونو ۳ ماشومان یې تر نیولو وروسته په سخټه ډبولي او بیایې خپل قرارګاه ته بیولي دي او هلته یې په نس کې ورختلي او په سر باندې په لغتو وهلي دي.
د یادي ادارې له راپور سره سم، اسرائیلي ځواکونه د ماشومانو د جسمي او نفسیاتي شکنجې لپاره له هري طریقي څخه کار اخلي.
کابو ۵ زره فلسطیني وګړې د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي چي ۳۹ تنې ښځې او ۱۵۵ ماشومان هم پکښې دي.