د نړۍ د کلدانی عیسویانو مشر:
د مذاهبو په سوله ایز ژوند کې ایران اغېزمن رول لوبوي
Apr 27, 2021 12:10 Asia/Kabul
کاردینال لوییس په دې لیدنه کې ظریف ته وویل: موږ له مذهبی لږکیو څخه په ملاتړ کې د داعش له ترهګري ډلي سره په عراق کې د ایران له مبارزې څخه مننه کوو.
د عراق د کلدانی عیسویانو مشر د داعش او ترهګرو ډلو سره د ایران د مبارزې څخه د قدرونې تر څنګ وویل چي ایران د مذاهبو د سوله ایز ژوند په لړ کې هم کارنده هڅې کړي چي د ستاینې وړ دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په بغداد کې د عراق له ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او مذهبی او سیاسي مشرانو سره خبري اترې وکړې.
ټیګونه