په لویديځي آسیا سیمې کې پر امریکا تکیه په ختمیدا ده
د سعودي عربستان ولی عهد بلاخره د اپریل په اوه ویشتمه نیټه له العربیه ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې وئیلي وو ، د عربستان بهرنی سیاست پخپلو ګټو تکیه کول دي اوعربستان په نړۍ کې له خپلو درستو شریکانو سره د ائيتلاف دپیاوړتیا لپاره هڅه کوي او عربستان په دې بهیر کې له ایران سره دښواو برابرو اړیکو له ټينګیدا سره دلچسپي لري .
فارس خبری اژانس راپور ورکړی، دامریکا فارن پالیسي خپرونې په یوه یاددښت کې وئيلی دي ،د سعودیانو د لهجې په بدلیدا او له ایران سره په ډ يپلوماسۍ تعقیبولو کې یو مهم عامل ، د عربستان لپاره د امریکا بې باؤره کیدا او په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا د شتون پیکه کیدا ده .
راپور کې ادعا شوي ، چې د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان وروستۍ څرګندونې احتمالا د عربو هیوادونو او ایران ترمینځ د هغو بټو خبرواترو احتمال ته اشاره کوي ، چې په عراق کې شوي او دا پوټینشل لري ، چې نه یوازې دایران او سعودیانو پر اړیکو ،بلکې د سیمې پر درستو امنیتی مسئلو هم اغیز شیندلی شي ، ځکه ددغې خپرونې په ادعا سره ، دغه خبرې اترې د سیمې پر نورو هیوادونو هم اغیزې شیندي او او دعمل نوښت ئې ، له سیمې دبهرو قدرتونو په لاس کې نه دی
په دغه یاددښت کې زیاته شوې ده ، دا موضوع په دې معنا نه ده چې امریکا په دغه شان بهیر کې ونډه نه لري ، البته ښکاره نښې نښانې شته چې له لویديځي آسیا سیمې څخه د امریکائي پوځيانو وتلو دسیمې لوبغاړي د ډيپلوماسۍ تعقیبولو ته اړباسلي دي .