په حیفا کې په صهیونیسټي تاسیساتو کې ستر اور لګیدلی
داپه داسې حال کې دي چې پرون هم په تل ابیب کې په یولړ دستورو کې په یوې ګڼې ګوڼې کې د چت په لویدو کې کابو شپیته کسان وژل شوي او څه دپاسه سل نور ټپيان شوي وو ،چې ممکنه ده د مړو شمیر ئې نوره هم زیات وي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، المیادین خبری چینل د صهیونیسټي رژيم د رسندویو له قوله راپور ورکړی ،د نیواکي ټاټوبو د حیفا په چاڼځاي کې د بي زیډ این کارخانې په تاسیساتو کې چې د حیفا په بندې کې واقع دي ، ستر اورلګیدلی
دغې خبری سرچینې ددغې پیښې علت ته کومه اشاره نه ده کړې .
تیره اونۍ هم دنیواکي ټاټوبو په جنوب کې په النقب دښتې کې د ډيمونا ایټمي ریئکټر په شاوخوا کې د خطرې ټلۍ ګړنګیدلي وې . او دغه راز د ایټمي تاسیساتو په شاوخوا کې د زورورو چاودنو غږونه هم آ وریدل شوي وو .
داپه داسې حال کې دي چې پرون هم په تل ابیب کې په یولړ دستورو کې په یوې ګڼې ګوڼې کې د چت په لویدو کې کابو شپیته کسان وژل شوي او څه دپاسه سل نور ټپيان شوي وو ،چې ممکنه ده د مړو شمیر ئې نوره هم زیات وي .