د ابوظهبۍ او د عربستان چارواکو خبرې وکړې
العالم ټيلي ویژن راپور ورکړ د سعودي عربستان خارجه وزیر د ابوظهبۍ له ولیعهد سره کتنه او د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د وروستیو بدلونونو او د سیمې د مهمو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .
د ابوظهبۍ ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان نن په متحده عربي اماراتو کښې د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا او په بیلابیلو زمینو کښې د ګډې غږملتیا او سټراټیژیکې ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ .
په دغه کتنې کښې د سیمې د وروستیو بدلونونو او د فارس خلیج او د مینځي ختیځ د دوو (۲) سیمو د حالاتو په هکله هم بحث او د نظر تبادله وشوه .
ځینو خبري سرچینو وویل د یمن د جنګ موضوع چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات دوه(۲) اصلي تیریګر او لوبغاړي دي د دغو خبرو اترو چورلیزي موضوع وه .
دې ته په پام سره چې حاضردمه سعودي عربستان او متحده عربي امارات د یمن په جنګ کښې د عربستان په ماتي خوړلي ائتلاف کښې ستومانه کونکي پړاو ته ورداخل شوي دي داسې ښکاري چې عربستان او متحده عربي امارات په دغو کتنو او د اطلاعاتو په تبادلې سره د یمن له ستر ګرداب څخه د ځانونو د ژغورولو هڅه کوي .
په دې تیره بیا دا چې په تیرو څو میاشتو کښې د یمن ځواکونه توانیدلي دي له بې پایلوټه الوتکو او خپلو نورو پوځي ظرفیتونو په استفادې سره د تیلو د ارامکو شرکت په شمول د عربستان په خاوره کښې په مهمو هدفونو باندې توغندوي حملې وکړي چې دغه چاره د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د سختې اندیښنې سبب شوي ده .