د سوریې انتخابات د امریکا دسیسو ته ځواب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99786-د_سوریې_انتخابات_د_امریکا_دسیسو_ته_ځواب_دی
د سوریې د پارلمان استازي سهام العثمان ټینګار وکړ په ټاکلي وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کولو اعلان هغو ټولو هیوادونو ته چې د سوریې پرضد یې دسیسه کړي ده او په سر کښې یې امریکا ده او هڅه یې وکړه د دمشق په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړي نیغ په نیغه پیغامونه لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2021 00:49 Asia/Kabul
  • د سوریې انتخابات د امریکا دسیسو ته ځواب دی

د سوریې د پارلمان استازي سهام العثمان ټینګار وکړ په ټاکلي وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کولو اعلان هغو ټولو هیوادونو ته چې د سوریې پرضد یې دسیسه کړي ده او په سر کښې یې امریکا ده او هڅه یې وکړه د دمشق په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړي نیغ په نیغه پیغامونه لري .

هغه پرون له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د سوریې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د پیغامونو په هکله وویل د ولسمشرۍ انتخابات به د اساسي قانون بهیر او د انتخاباتو قانون ته د پاې بندۍ په چوکاټ کښې په ټاکلي نیټه وشي او په پریکنده توګه دا د سوریې لپاره یوه(۱) حاکمیتي موضوع  ګڼل کیږي کومه چې د هیواد د کرامت د ساتل کیدا او له ولسي وحدت او واکمنۍ څخه د یوه(‍۱) برخمن هیواد په توګه د ازادانه فیصلې د پیاوړي کیدا سبب کیږي .

د سوریې د پارلمان استازي العثمان له خپل هیواد سره په مرستو کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رول ته په اشارې سره وویل په تیرو لسو (۱۰) کلونو کښې په سوریې او کلي توګه په سیمه کښې د ایران رول ډیر مهم او اهمیت لرونکی و او دی او ایران د امریکا د استکبار په مقابل کښې د مقاومت کړچار ته دوام ورکوي او ایران تل د کړیدلیو ملتونو او د سوریې د ملت په څنګ کښې د سولې او د حق د احقاق په لور حرکت کول کښې د خپل مثبت سیاست د پیاوړي کولو په لاره کښې ولاړ دی او ددغو ملتونو ملاتړ یې کړی دی .