-
که په غزې کې جنایتونه ونه دریږي نو کنټرول به ئې بیا ممکن نه وي
Oct 31, 2023 10:11د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دیوه پلاوی په مشرۍ په پړاویز سفر نن سهار قطر ته لاړ او ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره ئې د فلسطین دغزې تړانګې د وروستیو حالاتو په باب مشورې وکړې او دغه راز ئې د سیمه ایزو او اسلامی هیوادونو د مشرانو او نړیوالو اورګانونو د سملاسي اقدام او لاس په کار کیدا غوښتنه وکړه.
-
دغزي په پولې کې مو د وحشي صهیونیسټانو حمله په شاوتنبوله
Oct 31, 2023 12:18د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس دعزالدین قسام کنډکونو په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،دغزې تړانګې په پول کې ئې د وحشي صهیونیستي رژیم دپوځ پلی یونټ په شیشت کې راوستی او ټانکونه ئې د راکټ لانچرو ښکار شوي دي.
-
د طوفان الاقصی ۲۵ ورځ/ ۱۰ زرو نه زیات فلسطینیان شهیدان شوي/ صهیونیستان په غزه کې د مقاومت په کمین کښې ګیر شول
Oct 31, 2023 04:15نن سې شنبه هم په غزې کې په عامو فلسطینیانو باندې د صهیونیست رژیم بمبارۍ دوام موندلي دي، صهیونیست ځانګړو ځواکونو د غزې بیت حانون ته ننوتي دي او د مقاومت د ځواکونو په کمین کې ختلي او سخته مرګژوبله ور اوښتې ده.
-
حماس د اسرائیلي اسیرانو د خوشي کولو لپاره چمتووالې ښودلې ده
Oct 31, 2023 04:10په فلسطین کې د حماس د غورځنګ ویاند حازم قاسم تېره شپه اعلان وکړ چي دغه غورځنګ د اسرائیلي اسیرانو د خوشي کولو لپاره خبرو ته چمتو دی.
-
له غزې سره نژدې د امریکایانو د فوځې اډې د شتون اشوا کېدا
Oct 30, 2023 08:24په داسي حال کې چي له پخوا نه امریکایانو له غزې سره نژدې په غرونو کې پټه فوځې اډه جوړه کړې وه، دغه اډه د فلسطیني مقاومت د الاقصی عملیات نه وروسته اشوا وه.
-
امریکا او لوېدیځو هیوادونو اسرائیل نه په ملاتړ کې یو لاس شوي
Oct 30, 2023 12:25په ایران کې د حماس د غورځنګ استازی اعلان وکړ چي ټولو لوېدیځو هیوادونو او امریکا اسرائیل څخه په ملاتړ کې د فلسطین په ضد یو لاس شوي دي ولي عرب چارواکو فلسطین څخه ملاتړ نه کوي.
-
سوځېدلې ځمکه، د غزې په وړاندې د صهیونیست رژیم د عملیات موخه / د شهیدانو شمېر له ۸ زرو او د ټپیانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتې دي
Oct 30, 2023 12:21د طوفان الاقصی د عملیات په ۲۴ ورځ کې د غزې د تړانګې په مختلفو سیمو باندې د صهیونیستي ژیم د جنګي الوتکو د بریدونو په دوام سره، ځینې درملیز مرکزونه، جوماتونه او د عامو خلګو کورونه بمبار شول. د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۸ زرو او ۳۰۰ او د تپیانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتې دي، ۲ زره هم لادرکه دي، چي اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. هاخوا بیا د صهیونیستانو د مړو شمېر ۱۵۳۸ تنو ته رسېدلي دي.
-
د طوفان الاقصی عملیات په ۲۴ ورځ/ د یمن انصارالله په اسرائیل رژیم بالیسټیکې توغندۍ ویشتې دي
Oct 30, 2023 09:09په یمن کې د اسرائیل د رژیم په ضد او له فلسطیني مقاومت نه په ملاتړ کې ګډ عملیاتې خونې رامینځ ته شوي دي، د یمن انصارالله صهیونیستي رژیم سره جګړې ته ننوتی دی.
-
غزه، له حکومتونو سره د عامه افکارو مقابله/ اسرائیل رژیم د قدس په روغتون هم بمبار کوي
Oct 30, 2023 08:30په غزې کې په عامو خلګو، روغتونونو او نورو عامه تاسیساتو باندې د صهیونیستي رژیم له بریدونو سره، په نړۍ او غربي هیوادنو کې د مخالفتونو، اعتراضاتو او لاریونونو په زیاتېدو دي، په داسي حال کې د لوېدیځو هیوادونو چارواکو د خپلو ولسونو د خوښي په خلاف له صهیونیستي رژیم څخه ملاتړ کوي او عامه وژنه د ځان دفاع بولي.
-
د ایران او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې د وضعیت په اړه خبرې وکړې
Oct 30, 2023 02:32امیر عبداللهیان او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د غزې په تړانګه کې د خطرناکو پرمختګونو او د پوځي عملیاتو د پراخیدو په سیوري کې د اوربند په رامنځته کولو او د ملکي وګړو په ساتنه کې د نړیوالې ټولنې د رول د اهمیت په اړه د نظر تبادله وکړه.