حماس د اسرائیلي اسیرانو د خوشي کولو لپاره چمتووالې ښودلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140758-حماس_د_اسرائیلي_اسیرانو_د_خوشي_کولو_لپاره_چمتووالې_ښودلې_ده
په فلسطین کې د حماس د غورځنګ ویاند حازم قاسم تېره شپه اعلان وکړ چي دغه غورځنګ د اسرائیلي اسیرانو د خوشي کولو لپاره خبرو ته چمتو دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 31, 2023 04:10 Asia/Kabul
  • حماس د اسرائیلي اسیرانو د خوشي کولو لپاره چمتووالې ښودلې ده

په فلسطین کې د حماس د غورځنګ ویاند حازم قاسم تېره شپه اعلان وکړ چي دغه غورځنګ د اسرائیلي اسیرانو د خوشي کولو لپاره خبرو ته چمتو دی.

د ایرنا له راپور سره سم، د حماس د غورځنګ ویاند وویل مونږ په دې شرط چي اسرائیل رژیم ټوله فلسطیني اسیران خوشي کړي، د اسرائیلي اسیرانو خوشي کولو ته چمتو یو.

هغه زیاته کړه: صهیونیست رژیم په دروغ سره وایي چي د خپلو اسیرانو د خوشي کولو لپاره هڅه کوي حال دا چي په غزې باندې د ړانده بمبارونو په وسیله د خپلو اسیرانو ژوند په خطره کې اچوي.

دا په داسي حال کې دي چي صهیونیستي رژیم په غزې کې د خلګو په کورونو او په عامه تاسیساتو باندې دوامداره بمبارۍ کوي چي د امله یې د غزې نیمایي ښار وران شوی او د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۰ زره فلسطینیان شهیدان شوي او له ۲۰ زرو نه زیات ټپیان شوي دي، همدارنګه د دغه رژیم په ړندو بمباریو کې ۵۰ اسرائیلي اسیران هم وژل شوي دي.