-
لویدیځ هیوادونه او امریکا د فلسطین ولس او عربان انسانان نه ګڼي
Oct 19, 2023 03:52د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر د غزې په تړانګې کښې په روغتون باندې د صهیونیسټي رژيم د حملې او د دښمن د ګواښونو په غبرګون کښې وویل: که غلطي مو وکړه نو پریکنده ځواب به ورکړی شي، او د غزې د خلکو د وتلو طرحه به هیڅکله اجرايي نه شي.
-
د غزې د شهیدانو شمیر ۳۴۷۸ ته ورسید، له ۱۲ زرو زیات زخمیان دي
Oct 19, 2023 01:26د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند بیګا وویل چې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم د بوږنونکو بریدونو له امله ۳ زره ۴ سوه او ۷۸ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۲ زره او ۶۵ تنه نور زخمي شوي دي.
-
د غزې په خلاف د صهیونیسټي رژیم د وژلو د ماشین اصلي هولوکاسټ
Oct 18, 2023 12:29صهیونیسټي رژیم تېره شپه په یوه بې ساري جنایت کې د غزې په تړانګه کې د المعمداني روغتون په یو ټني بم سره په نښه کړ، چې له امله یې څه دپاسه زر تنه شهیدان او په سلګونه ټپیان شول چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.
-
د فلسطین پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله ادم زاهد او مولانا عابد حسین شاکري څه نظرونه لري؟
Oct 18, 2023 12:23د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو د اسرائیلو وحشي او ظالم رژیم د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد جنایتونو ته دوام ورکړی مونږ په دې هکله د نړیوالو مسائیلو د کارپوه ادم زاهد او د تکړه عالم دین مولانا عابدحسین شاکري نظرونه پوښتلي دي چې اوس یې درته په ګردي میز کښې وړاندې کوو.
-
د افغانستان طالبانو د غزې تړانګې په روغتون د اسرائیلو بمبارۍ په کلکه وغندله نور جزیات دلته لرو
Oct 18, 2023 11:09زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د صهیونيستي ځواکونو له خوا د غزې پر يو ملکي روغتون بمباري په سختو ټکو غندلې، او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بللی.
-
امريکا د المعمداني روغتون د جنايت مسئوله ده
Oct 18, 2023 08:26د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په المعمداني روغتون کې د ملکیانو وژل کېدل، د صهیونیسټي دښمن د شرمناکه ناکامۍ څرګندونه وبلله او ویل: امریکایان چې له صهیونیسټي دښمن سره بې حده مرستې کوي، د المعمداني روغتون د جنایت مسئول دي.
-
د غزې پر روغتون د تل ابیب جنایت به بې ځوابه پاتې نشي
Oct 18, 2023 08:07د یمن سترې سیاسي شورا ټینګار کړی چې د غزې پر روغتون د برید په لړ کې د تل ابیب جنایت به بې ځوابه پاتې نشي.
-
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۰۰ او د ټپیانو شمېر کابو ۱۲زره تنو ته ورسېد
Oct 18, 2023 07:44د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د تیریو له امله، د شهیدانو شمېر څه دپاسه ۳۲۰۰ تنو ته رسېدلی او څه دپاسه ۱۱ زره نور ژوبل شوي دي.
-
نړیواله ټولنه باید د صهیونیسټانو د جنایتونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي
Oct 18, 2023 07:19د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر سید عمار حکیم په یوه پیغام کې په « معمداني » روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم وحشیانه برید په کلکه غندلی او د دغه جنایت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د چوپتیا د ماتېدو غوښتنه وکړه.
-
د المعمدانی روغتون دبمبارۍ چنایت د نسل وژنې څرګند مصداق دی
Oct 18, 2023 01:57باید اسلامی امت په خود کې شي او د خپلو دیني او انساني مسئولیّتونو احساس دې وکړي او نور دې اجازت ورنکړي چې دفلسطین مظلوم ولس د وحشیانو په جنایتونو کې سا ورکړي.